په ننګرهارکې یو شمیر تورن کسان ونیول شول
یو تن چې د چاقو پر مټ یې خپله میرمنه سخته ژوبله کړې او دهغې د وژلو نیت یې درلود هم دنیول شویو کسانو په ډله کې دی. نوموړي وویل چې دنیول شویو کسانونسبتي دوسيې تر کار لاندې دي او زر به عدلي او قضایي ارګانونوته وروپیژندل شي.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ،د افغانستان د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالصبور زابلي وایي د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو او ترهګرۍ پر وړاندې ادارو موظفینو په جلال اباد ښار او دننګرهار ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې اوه تنه نور کسان نیولي دی . دامنیه قوماندانۍ ویاند وویل په نیول شویو کسانوکې د نشه یې توکیو قاچاق وړونکي او غله شامل دي . قاري عبدالصبور زابلي وویل یو تن چې د چاقو پر مټ یې خپله میرمنه سخته ژوبله کړې او دهغې د وژلو نیت یې درلود هم دنیول شویو کسانو په ډله کې دی. نوموړي وویل چې دنیول شویو کسانونسبتي دوسيې تر کار لاندې دي او زر به عدلي او قضایي ارګانونوته وروپیژندل شي.