د انسان تښتونکو یوه ډله په ننګرهارکې ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124062-د_انسان_تښتونکو_یوه_ډله_په_ننګرهارکې_ونیول_شوه
 د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وویل امنیتي ځواکونو په یو ځانګړي اقدام کې یاد انسان تښتونکي ونیول او تښتول شوی ماشوم یې د هغوې له منګولو روغ رمټ راخوشې او خپلې کورنۍ ته وسپاره.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 26, 2022 07:46 Asia/Kabul

 د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وویل امنیتي ځواکونو په یو ځانګړي اقدام کې یاد انسان تښتونکي ونیول او تښتول شوی ماشوم یې د هغوې له منګولو روغ رمټ راخوشې او خپلې کورنۍ ته وسپاره.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ دافغانستان په ختیزو ولایتونوکې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید ا...محمدي وایي ځواکونو یې تېره شپه دننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند ارغچ په سیمه کې د انسان تښتونکو یوه درې کسیزه ډله ونیوله،مولوي محمدي وایي دغو انسان تښتونکو یو کوچنی ماشوم تښتولی اودهغې دخوشې کیدو په بدل کې یې له کورنۍ څخه د درې سوه زرو پاکستاني کلدارو د ورکولو غوښتنه کړې وه.

 په دې اړه له ننګرهاره زمونږ خبریلا رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .