پاکستان افغانستان خپل مینځئ تجارتي اړیکې لاپراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124244-پاکستان_افغانستان_خپل_مینځئ_تجارتي_اړیکې_لاپراخوي
د افغانستان او پاکستان لوړپوړو اړونده چارواکو په کال کې تر پنځه میلیارډ ډالري ارزښت پورې د تجارتي سوئې پر لوړتیا سره موافقه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2022 09:58 Asia/Kabul
  • پاکستان افغانستان خپل مینځئ تجارتي اړیکې لاپراخوي

د افغانستان او پاکستان لوړپوړو اړونده چارواکو په کال کې تر پنځه میلیارډ ډالري ارزښت پورې د تجارتي سوئې پر لوړتیا سره موافقه وکړه.

 د پاکستان د  خارجه وزیر مرستیاله حنا رباني کهر  چې دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د افغانستان کابل ته په سفر تللې ، ددغه سفر موخه ئې په ټولو څانګوکې د دواړو لورو د مناسباتو پیاوړتیا اعلان کړ ې ده.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس راپور راکړ، د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارتي چارو وزیر نورالدین عزیزي  په کابل کې د میرمن حنا رباني  کهر سره په کتنې کې  په افغانستان کې د پانګونې لپاره پاکستانیو پانګوالو ته په بلنې ورکولو سره په دواړو هیوادونو کې د کلنیو دایمي نندارتونونو د جوړولو او په کال  کې تر پنځه میلیارډالري ارزښت پورې د  تجارت دسورئې د لوړولو په باب وړاندیزونه کړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې پاکستان  په افغانستان کې د طالبانو واک ته په بیرته رسیدا پسې،ددواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او تجارتي مبادلاتو د آسانولو لپاره  ډيرې ژمنې کړي، خو ډيرې کمې په عملي بڼه پوره شوي دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ تجارت  هماغه شان په سرحدي خنډونو  او په پاکستان کې د ګمرکاتو  د چارو له امله  له ستونزو سره  مخ دي. په عین حال کې  افغانستان  ددغه هیواد له لارې د مینځنۍ اسیاسیمې ته د پاکستان د لاس رسي لپاره ډيرې آسانتیاوې برابرې کړي دي.