له افغانستان څخه اسلام آباد ته هیڅ ګواښ نشته
د طالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو په ردولو سره ټینګار وکړ چې د افغانستان له لورې به د هیڅ هیواد خلاف استفاده ونه شي
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې رانا ثناءا... ویلي وو چې د پاکستان تحریکِ طالبان، د افغانستان له خاورې نه د اسلام آباد د حکومت خلاف کار اخلي. هغه ویلي وو، د پاکستان تحریکِ طالبان د فعالیت مخنیوی د اسلام آباد او کابل دواړو په ګټه دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړې وه چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کښې پوره امکانات او وسایل لري او کابلو ۵ زره جګړه مار یې په افغانستان کښې پټ شوې دي.
د طالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت د پاکستان د داخله وزیر د دغو څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد خلاف استعمال نه شي.
د دغه زوارت ویاند عنایت ا... خوارزمي وویل: مونږ یوځل بیا د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ یو هیواد خلاف کار وانه خیستی شي.