افغانستان کښې ترهګرې حملې او چاودنې، د ناامنیو دوام دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124384-افغانستان_کښې_ترهګرې_حملې_او_چاودنې_د_ناامنیو_دوام_دی
افغانستان پرون یوځل بیا د ترهګرو چاودنو کتونکی و
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2022 12:47 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې ترهګرې حملې او چاودنې، د ناامنیو دوام دی

افغانستان پرون یوځل بیا د ترهګرو چاودنو کتونکی و

پرون په کابل کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې چاودنه وشوه او له دې مخکښې په سمنګان کښې په یوې مدرسې کښې د چاودنې له امله له شلو زیات کسان وژل شوي دي چې په افغانستان کښې د امنیت د پایدارۍ په هکله د اندیښنو دوام ته یې لمن ووهله.

افغانستان کښې د پاکستان د سفارت شاذدافیر عبید ا... نظاماني په کابل کښې د دغه هیواد په شاذدافیر باندې د نامعلومو بریدګرو له ډزو روغ ووته خو یو ساتونکی یې ژوبل شو. د یادې حملې پړه تراوسه چا نه ده منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو پیغام کښې په کابل کښې د پاکستان د سفارت د شاذدافیر د وژلو کوشش وغنده او د طالبانو له حکومته یې د بریدګرو د معلومولو او نیولو په لړ کښې د رڼو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

هیڅ شک نشته چې په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې له حملې څخه د بریدګرو ډیر مهم هدف د دغه هیواد او طالبانو ترمینځ د اړیکو خرابول دي خو مهمه خبره دا ده چې په دې وروستیو ورځو کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د مذهبي ځایونو او دیني مدرسو خلاف ترهګرې حملې زیاتې شوې دي چې په کښې په سمنګان کښې ترهګرې حملې او د کابل په ایمان مسجد باندې حملې ته اشاره کوې شو چې له امله یې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول. داسې ښکاري چې د داعش ترهګرې ډلې په شان د طالبانو سیالې ډلې د افغانستان د خلکو او د سیاسي او روزنیزو ودانیو د امنیت تامینولو لپاره له چیلنج سره د طالبانو د امنیتي توان د مخامخولو کوشش کوي.

پر دې سربیره داسې ښکاري چې په افغانستان کښې فعالو ترهګرو ډلو خپل عملیاتي کړچارونه په مذهبي ځآونو او د شخصیتونو په دفترونو او هم داشان په سیاسي ودانیو باندې حملو ته اړولي دي چې ډیر خطرناک دي. په افغانستان کښې د سیاسي چارو کارپوه عبداللطیف نظري په دې هکله وايي: طالبانو په ځلونو ژمنه کړې ده چې د افغانستان د خلکو امنیت ټینګ کړي خو په عمل کښې نه یوازې په دغه هیواد کښې پایداره امنیت نه دی ټینګ شوی بلکې داسې ښکاري چې ځینې ډلې غواړي په اسلام آباد کښې د طالبانو موقعیت کمزوری کړي. ځکه چې د طالبانو یوه ډیره مهمه اډانه د پاکستان حکومت او پوځ دي.

کابل ته د پاکستان د خراجه وزیر د مرستیالې حنا رباني کهر له سفره څو ورځې وروسته د دې هیواد د سفارت په شاذدافیر باندې حمله د اسلام آباد لپاره دا روښانه پیغام لرلی شي چې د افغانستان په چارو کښې له دخالته لاس واخلي. دا موضوع د افغانستان لپاره له دې اړخه مهمه ده چې د پاکستان حکومت دغه هیواد ته د خپل انګړ په توګه ګوري. په عین حال کښې په کابل کښې د پاکستان په شاذدافیر حمله د پاکستان له پوځ سره د روغې جوړې له تړونه د پاکستان تحریکِ طالبان ډلې له وتلو سره نااړونده نه شي کیدې. ځکه چې دغې ډلې خپلو کسانو ته حکم کړی دی چې په هر ځاې کښې د پاکستان په ګټو باندې حملې وکړي او که په کابل کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې حمله د تحریکِ طالبان کار وي نو ویلې شو چې دغې ترهګرې ډلې هڅه کړې چې د پاکستان په وړاندې د قدرت ښودنې په ترڅ کښې وښايي چې پاکستان ته د تاوان رسولې لپاره ضروري توانمني لري. د افغانستان د چارو کارپوه علي خزايي په دې هکله وايي:

کابل کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې حمله په داسې حال کښې چې افغانستان ته د میرمن حنا رباني له سفر او د پاکستان له پوځ سره د اوربند له تړونه د تحریکِ طالبان ډلې له وتلو وروسته په کابل کښې په تیره بیا د پاکستان په سفارت پورې د اړونده کسانو امنیتي تابیاوې ټینګې شوې وې، تر یو حده مشکوکه ښکاري. له دې امله دا احتمال چې داسې لاسونه وي چې په طالبانو باندې د پاکستان د پوځ دباؤونه زیات کړي، له ذهن څخه لرې نه ده.

په هر حال، له دې په تیریدو سره چې په افغانستان کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې حمله د کومې ډلې او په کومو اهدافو سره شوې ده، خصوصاً د سفارتي ځایونو د امنیت د پایدارۍ په هکله اندیښنو ته لمن وهلې شي. دا د هغوي د امنیت په تامینولو کښې د طالبانو د ناتوانۍ په معنا ګڼل کیږي.

په افغانستان کښې په جوماتونو او دیني روزنیزو مرکزونو او مدرسو او د ځینو شخصیتنو په دفترونو باندې نورو ترهګرو بریدونو ته په پام سره ویلې شو چې په افغانستان کښې د ناارامیو یوه نوې څپه په پراخیدو ده چې د افغانستان د واکمنانو په توګه د طالبانو موقعیت په خطر کښې اچولې شي.

دغه ډله په افغانستان باندې د خپلې واکمنۍ د څه باندې یو کال په تیریدو سره لاهم په انحصار پالنې سره خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي او په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره یې هیڅ پروګرام نه دی اعلان کړی. په دې وجه داسې ښکاري چې ځینې څنګته پاتې او د طالبانو له کړچاره ناراضي ډلې چې خپله د دغې ډلې غړي هم کیدې شي، طالبانو ته د تاوان رسولو لپاره ضروري انګیزه لرلی شي.

*/*/*/*/*/*/