حامد کرزی له افغانستانه ووته
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړي ځل له هېواده بهر ته سفر وکړ.
د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر له حامد کرزي سره خپل جوړه تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي چې دی او پخوانی ولسمشر له هېواده بهر روان دي.
نوموړي که څه هم نهدي ویلي چې حامد کرزی کوم هېواد ته او د څه لپاره روان دی، خو زیاته یې کړې یې ده چې دواړه به ژر بېرته راوګرځي.
ویل شوي چې حامد کرزی به لومړی متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه بل هېواد ته سفر ولري.
دا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، له هیواده بهر د ښاغلي کرزي لومړنی سفر دی.
پخوا داسې ويل کېدل چې د طالبانو حکومت حامد کرزي ته د بهر ته تګ اجازه نه ورکوله، خو د طالبانو حکومت په ښکاره پر حامد کرزي د سفر د بندیز په اړه څه نه دي ويلي.
حامد کرزی د طالبانو له واکمنیدو وروسته سره له دې چې ځینو نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنې هم ورکړل شوې وې، خو له هېواد څخه د باندې نه وو تللی.
له دې مخکې عبدالله عبدالله هم له ورته بندیز سره مخ و، خو هغه بیا د سفر اجازه ترلاسه کړه او څو ځله هند ته لاړ.
بلخوا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد هم د يو دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی، خو دا لا روښانه نه ده چې په يو وخت کې د حامد کرزي او ملا يعقوب سفر پخپلو کښې څه ارتباط لري او که نه.
البته له دې مخکښې حامد کرزي ته یوې نزدې سرچینې رسنیو ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت ورته د طبي آزموینو او ټیسټونو لپاره جرمني ته د تګ اجازه ورکړې ده.
د یادې سرچینې په وینا د دغه سفر لپاره له حامدکرزي څخه ځیني ضمانتونه اخیستې شوې دي او هغه ژمنه کړې ده چې هیواد ته له ستنیدو مخکښې به له رسنیو سره هیڅ ډول مرکه ونه کړي.