جلال آباد کښې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124394-جلال_آباد_کښې_چاودنه_شوې
رسنیو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د یوې چاودنې خبر ورړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2022 02:51 Asia/Kabul
  • جلال آباد کښې چاودنه شوې

رسنیو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د یوې چاودنې خبر ورړی دی

د طلوع نیوز د خبر له مخې، دغه چاودنه د جلال آباد ښار په څلورمې ناحیه کښې یو درمسال ته څیرمه شوې ده.

د طالبانو امنیتي مسئولانو دغه پیښه تایید کړی دی.

په ننګرهار کښې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د دغې چاودنې په تایید سره وویل چې پرون مازیګر په جلال آباد ښار کې د یو بم د چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي زخمي شول.

تیره جمعه هم د کابل ښار په دارالامان سړک باندې په ایمان مسجد کښې د جمعې له لمانځه وروسته د یو بم د چاودنې له امله یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول.