ایراني شرکتونه دې دافغانستان په بازار کې پانګونه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124548-ایراني_شرکتونه_دې_دافغانستان_په_بازار_کې_پانګونه_وکړي
د طالبانو د کابینې د مشر مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي هم له بهرنیو پانګوالو غوښتي،د افغانستان په مختلفو ډګرونو کې دې پانګونې وکړي.  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 09:37 Asia/Kabul
  • ایراني شرکتونه دې دافغانستان په بازار کې پانګونه وکړي

د طالبانو د کابینې د مشر مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي هم له بهرنیو پانګوالو غوښتي،د افغانستان په مختلفو ډګرونو کې دې پانګونې وکړي.  

د افغانستان لومړنۍ نړیوال نندارتون  په کابل کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته دلومړي ځل لپاره ترسره شوی او ددغه نندارتون زیاتره سټالونه، دایرانیو تولیداتو اوشیانو ته مخصوص وو. په تیر یو نیم کال کې  د طالبانو موقته حکومت د افغانستان په اقتصادي پروژو کې د ګډون لپاره بهرنیو پانګوالو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان د تجارت او پانګونې د کوټې مشر مومند دکابل دنړیوال نندارتون په څنډې کې  په یولړ څرګندونو کې ووظیل، اوس  په افغانستان کې د ایرانیو شرکتونو د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر کړی دی څو د ایران تولیدات او شیان په مستقیم ډول د افغانستان بازارونو ته وړاندې شي.

د طالبانو د کابینې د مشر مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي هم له بهرنیو پانګوالو غوښتي،د افغانستان په مختلفو ډګرونو کې دې پانګونې وکړي.  

 په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت مرستیال سفیر مرتضوي هم  د دغه نندارتون دلیدو په وخت ووئيل، اسلامی ایران  په افغانستان کې په تیره بیا د بریښنا په زمینې کې  پانګونې ته بشپړ تیار دی.

Image Caption
Image Caption