د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کښې نښته رامینځته شوي
الجزیرې ټیلي ویژن راپور ورکړ د افغانستان امنیتي سرچینو وویل د طالبانو امنیتي ځواکونو نن په سپین بولدک سرحدي سیمه کښې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره یوځل بیا نښته وکړه.
دغو امنیتي سرچینو د دغه نښتې احتمالي مرګ ژوبلو ته هیڅ اشاره ونکړه.
د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د پاکستان او د افغانستان ترمینځ سرحدي نښتې زیاتې شوي دي او کله نه کله دواړه هیوادونه یو بل د نښتو په پیلولو تورنوي.
څو ورځې مخکې هم د پاکستان په خرلاچۍ سرحدي سیمه کښې د افغانستان د طالبانو او قومونو او د پاکستان د خرلاچي کلي او د ډنډ پټان سیمې د خلکو او ځواکونو ترمینځ نښتې شوي وې چې له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوي وو.
د افغانستان سرحد ته نږدې د پاکستان شمالي ولایتونه کلونه کلونه کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان په شمول د ترهګرو ډلو مرکزونه دي.
دغه خبر زیاتوي چې
یو شمېر عیني شاهدانو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند له چمن سره پر له د طالبانو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دغه نښته نن یکشنبه ډسمبر یوولسمه (لېندۍ ۲۰) تر ماسپښين وروسته د «شیرو اوبو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د عیني شاهدانو له قوله طالبانو په سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې پاکستاني سرتیرو ورسره مخالفت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د سپین بولدک ـ چمن دروازې د بندېدو راپور هم ورکړل شوی.
په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.