د پولې په شخړې کې پاکستانيو عسکرو پیل کړی
په عین حال کې د افغانستان د طالبانو دحکومت دفاع وزارت هم د پنجشنبې ورځې د نښتې په غبرګون کې وئيلي دي ، دجنګ لپاره پلمو لټول د هیڅ یوه لوري په ګټه نه دي.
د پاکستان او طالبانو سرحدي ځواکونو په یوې اونۍ کې ددوهم ځل لپاره د سپین بولدک اوچمن په سرحدي سترې لارې کې په یوه بل بریدونه کړي ، چې د وروستي برید د احتمالي مرګ ژوبلو په باب ئې څه نه دي وئيل شوي.
د تیر اتبار په ورځ هم د پاکستان او طالبانو سرحدساتونکي ځواکونه سره ښکیل شوي وو او په دغې نښتې کې اوه کسان مړه او کابو دیرش نور هم ټپیان شوي وو. شفقنا خبری آژانس راپور ورکړد افغانستان دطالبانود موقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،پاکستانیو پوله ساتونکو یوځل بیا د افغانستان د سپین بولدک په سرحدي سترې لارې کې ډزې کړي او نښته ئې پیل کړې ده . مجاهد پّ عین حال کې له پآکستان سره د سرحدی اختلافاتو دحل لاره خبرې اترې بللي دي.
په عین حال کې د افغانستان د طالبانو دحکومت دفاع وزارت هم د پنجشنبې ورځې د نښتې په غبرګون کې وئيلي دي ، دجنګ لپاره پلمو لټول د هیڅ یوه لوري په ګټه نه دي.
د تیر کال داګست په پنځلسمه نیټه دافغانستان د طالبانو واک ته په رسیدا پسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ شخړې هم زیاتې شوي دي او که څه هم وخت په وخت دواړه لوري دنښتې په پیلولو یوبل تورنوي.