طالبان له ازبکستان څخه د بریښنا د وارداتو د زیاتولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125008-طالبان_له_ازبکستان_څخه_د_بریښنا_د_وارداتو_د_زیاتولو_کوشش_کوي
د طالبانو خارجه وزارت افغانستان ته ازبکستان د بریښنا د دوباره نښلولو لپاره د دغه هیواد له ځانګړي استازي سره د یادې وزارتخانې د مرستیال د تماس خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2022 01:24 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو خارجه وزارت افغانستان ته ازبکستان د بریښنا د دوباره نښلولو لپاره د دغه هیواد له ځانګړي استازي سره د یادې وزارتخانې د مرستیال د تماس خبر ورکړ

د فارس خبري آژانس په لیکنه د طالبانو د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت ا... ارګاشیف سره په ټیلیفوني خبرو کښې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا د انتقال په لړ کښې د ستونزو په هکله خبرې اترې وکړې.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په یولړ ټویټونو کښې لیکلي چې استانکزي له ازبکستانه وغوښتل چې د وارداتي بریښنا اندازه یوې داسې کچې ته ورسوي چې دواړه لوري پرې یوه خوله وي.

ارګاشیف د ستونزو په پخلي سره ویلي چې کوشش روان دی ترڅو افغانستان ته د بریښنا سطحه لوړه شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ازبکستان د بریښنا د غوڅیدو په وجه د کابل په شمول د افغانستان د ۱۱ ولایتونو بریښنا له ستونزو سره مخ شوې او ښاریز وايي چې په ټول شواروز کښې یوازې یوڅو ساعته بریښنا لري.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۸۰ فیصده بریښنا د ازبکستان، ایران، ترکمنستان او تاجکستان په شمول له ګاونډي هیوادونو واردوي.