د افغانستان لپاره د ایران نوی سفیر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125010-د_افغانستان_لپاره_د_ایران_نوی_سفیر_وټاکل_شو
حسن کاظمي قمي په افغانستان کښې د ایران نوی سفیر شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2022 03:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د ایران نوی سفیر وټاکل شو

حسن کاظمي قمي په افغانستان کښې د ایران نوی سفیر شو

د ایران پریس د خبر له مخې په کابل کښې د ایران د سفارت صلاحکار عباس بدري فر په افغانستان کښې د ایران د نوي سفیر په توګه د حسن کاظمي قمي د ګمارل کیدو خبر ورکړ

هغه د افغانستان طلوع نیوز چینل ته په مرکه کښې څرګنده کړه چې حسن کاظمي قمي په افغانستان کښې د ایران د سفیر په توګه معرفي شوی دی او ټاکل شوې چې د اداري کارونو له بشپړیدو وروسته افغانستان ته لاړ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه وویل: مونږ باوري یو چې دا نوی بدلون هم ان شاء الله د دواړو هیوادونو په ګټه وي او په دې لړ کښې هیڅ ملاحظه نه لرو او هر هیواد حق لري چې خپل سفیر بدل کړي خو مونږ د دواړو هیوادونو اړیکې مهمې ګڼو او ان شاء الله چې دا اړیکې وساتلې شي.

په کابل کښې د ایران سفیر پرون ویلي وو چې د افغانستان لپاره د سفیر په توګه د بهادر امینیان دنده پاې ته رسیدلې ده.

د ویلو ده چې حسن کاظمي قمي تراوسه د افغانستان په چارو کښې د ایران د ځانګړي استازي په توګه کار کوه.