طالبان دې له نړیوالو معیارونو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125058-طالبان_دې_له_نړیوالو_معیارونو_سره_سم_په_خپلو_ژمنو_عمل_وکړي
د ملګرو ملتونو سرمنشې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چي د نړیوالو معیارونو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2022 03:54 Asia/Kabul
  • طالبان دې له نړیوالو معیارونو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چي د نړیوالو معیارونو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې ویلي نړیواله ټولنه له افغانستان څخه تمه لري چي له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د تبعیض، بې‌عدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې په خپلو مسئولیتونو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو  اجازه ورکړي او د حجاب په برخه کې پر لارښوونو بیا غور وکړي.