د ملګرو ملتونو سرمنشي
طالبان دې له نړیوالو معیارونو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي
د ملګرو ملتونو سرمنشې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چي د نړیوالو معیارونو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې ویلي نړیواله ټولنه له افغانستان څخه تمه لري چي له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هغه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د تبعیض، بېعدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې په خپلو مسئولیتونو عمل وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه ورکړي او د حجاب په برخه کې پر لارښوونو بیا غور وکړي.