افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا د ایران ټینګار
په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال حسین مرتضوي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو د ودې په ضرورت تاکید کړی.
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د مرتضوي ترڅنګ د ایران د ګڼ شمېر دولتي او خصوصي رسنیو استازو هم ګډون درلود.
په دغه لیدنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال ویلي چي ایران له افغانستان سره د روښانه اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
امیرخان متقي ویلي، ایران او افغانستان یو له بل سره مذهبي او کلتوري اړیکې لري او په کار ده چې له دې فرصت څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي، ټرانزیټي اړیکو او ټولنیزو چارو کې مثبته ګټه واخېستل شي.
هغه یادونه کړی چې په افغانستان کې امنیت د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
د ایراني رسنیو استازو هم ویلي، هڅه کوي د افغانستان حقیقي انځور خلکو ته وړاندې کړي.