د سالنګ تونل په پېښه کښې د مړو شمېر له ۳۰ واوښته
په سالنګ تونل کې د وړمې شپې د پېښې د قربانیانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی ډاکتر شرافت زمان نن وویل چې له تونل څخه تر دې دمه ۳۷ مړي راایستل شوي او ۴۰ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
د یکشنبې په شپه په تونل کې د یوه تانکر د اوراخیستو په نتیجه کې لږترلږه ۳۰ موټرونه هم سوځېدلي دي.
ویل کېږي چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ممکنه ده تر دې هم واوړي.
د عامې روغتیا وزارت ویندوی ډاکتر زمان هم د مرګ ژوبلو د شمېر د زیاتېدو احتمال رد نه کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې د ځینو قربانیانو نومونه او تصویرونه خپاره شوي دي.
د ترلاسه شویو راپورونو او تصویرونو له مخې لا هم تونل بند دی او لوګي ورڅخه وځي.
د سالنګ تونل د پلازمېنې کابل په شمول د هیواد د جنوب او شمالي ولایتونو ترمنځ تر ټولو مهمه نښلونکې لار ده.
دا تونل په ۱۹۶۰ م کال د روسانو له لوري جوړ شوی دی.