طالبانو د داعش یو مرکز وران کړی
Dec 22, 2022 10:42 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو د یو پټنځي د ویجاړیدو خبر ورکړی دی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو د یو پټنځي د ویجاړیدو خبر ورکړی دی
ذبیح ا... مجاهد په یولړ ټویټونو کښې د داعش د پټنځي د ورانیدو د خبر په تایید سره ولیکل چې په دغو عملیاتو کښې ۳ داعشیان وژل شوي او یو بل کس یې ژوندی نیول شوی دی.
که څه هم مجاهد د داعش د دغه مرکز د سیمې په هکله څه ونه ویل خو داعش ترهګرې ډلې له دې مخکښې په پلازمینې کابل او ځینو نورو سیمو کښې ترهګر عملیات ترسره کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند وايي چې په یادو عملیاتو کښې ډیره اندازه وسله او مهمات هم نیول شوي دي.
ټیګونه