طالبان وايي چې د میرمنو تحصیل په لنډمهاله توګه ځنډول شوی دی
Dec 22, 2022 10:50 Asia/Kabul
په قطر کښې د طالبانو د حکومت سیاسي ویاند وویل: په پوهنتونونو کښې د نجونو په تحصیلي پروسه کښې د ځنډ پریکړه لنډمهاله ده
د افغانستان د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خپلې وروستۍ پریکړې کښې ویلي دي چې ښځینه محصلینې تر بلې خبرتیا پورې د هیواد پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او دا مصوبه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونو او ښځو حقوقو ته یو بل ستر ګوزار ګڼل کیږي.
په قطر کښې د طالبانو د حکومت سیاسي ویاند سهیل شاهین د افغانستان خلکو ته په خطاب کښې وویل: ډاډه اوسئ چې د تحصیلي سیسټم له اصلاح او د یوې مناسبې فضا له رامینځته کیدو وروست به د جینکو لپاره ټول ښوونځي او پوهنتونونه دوباره پرانستل شي.
د طالبانو له خوا د جینکو د زده کړې ځنډیدل له ډیرو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.
ټیګونه