افغانستان کښې د نجونو د تحصیل ځنډیدل نهیلې کونکې دي
د اسلامي ملګرتیا سازمان عمومي منشي د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز وغنده او دا پرېکړه یې نهیلوونکې وبلله.
حسین ابراهیم طه د طالبانو له لوري تر نامعلومې مودې پورې د نجونو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د اندېښنې وړ وبلله.
ده همداراز ویلي چې په ځلونو یې په خپله او استازي یې د طالبانو موفت حکومت ته د داسې پرېکړې په اړه مخکې تر مخکې خبرداري ورکړي دي.
د نړۍ یو شمېر اسلامي هیوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده. دوی اندېښنه لري چې طالبان نړیوالو ته داسې اسلام معرفي کوي چې په نړۍ کې د اسلام نوم ته زیان اړوي.
د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي په اعلامیه کې راغلي دي، دا سازمان باوري دی چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز په خپله د طالبانو حکومت ته هم سخت زیان پېښوي، او په عین حال کې افغان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ټولنیز عدالت لپاره له خپلو اساسي حقونو بې برخې کېږي.»
د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی دی:«که څه هم د اسلامي همکارۍ سازمان لا هم له طالبانو سره د تعامل پالیسۍ ته دوام ورکوي، خو په دې نه شي چوپ کېدای چې د دوی دا ډول پرېکړې ونه غندي.»
دې سازمان د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د ثبات د خوندیتوب، او د خپلو ژمنو په خاطر دا پرېکړه بېرته واخلي.