په بدخشان ولایت کې موټربم چاودنه شوې
Dec 26, 2022 11:37 Asia/Kabul
-
تزئینی
د بدخشان ولایت په مرکز کې د طالبانو د حکومت په امنیه قومندان موټر بم چاودنه شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي په بدخشان کې په امنیه قومندان باندې موټر بم برید شوی دی.
چاودنه کې د طالبانو امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر او ورسره دوه طالب سرتیري وژل شوي دي.
د دې برید مسئولیت لا هیڅ کومه ډله په غاړه نه ده اخیستې.
ټیګونه