چین په افغانستان کې له ډبروسکروبریښنا تولیدوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125488-چین_په_افغانستان_کې_له_ډبروسکروبریښنا_تولیدوي
دغه موضوع د برشنا شرکت اجراییوی رییس محمد حنیف حمزه د چین د سوداګرۍ خونې له استازی سره په لیدنه کې مطرح کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2022 02:09 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کې له ډبروسکروبریښنا تولیدوي

دغه موضوع د برشنا شرکت اجراییوی رییس محمد حنیف حمزه د چین د سوداګرۍ خونې له استازی سره په لیدنه کې مطرح کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، چین نیت لري چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

دغه موضوع د برشنا شرکت اجراییوی رییس محمد حنیف حمزه د چین د سوداګرۍ خونې له استازی سره په لیدنه کې مطرح کړي.

د برښنا د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د چین د سوداګرۍ خونې استازي د برښنا رئیس ته وویل چې دوی غواړي په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د چین د سوداګرۍ خونې استازي ویلي دي چې دغه هیواد په ۱۱ هیوادونو کې د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید تجربه لري.

محمد حنيف حمزه وويل، د برښنا او چين ګډ تخنيکي پلاوي به د ګډو غونډو له لارې په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا پر توليد خبرې وکړي.

حمزه چينايي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد په برخه کې هر ډول پانګونې ته چمتو دي.

افغانستان په داسې حال کې پر وارداتي برېښنا تکیه کوي، چې په دې وروستیو کې ازبکستان د دغه هېواد د پلازمېنې په ګډون د برېښنا صادرات کم کړي، چې د برېښنا له بې ساري کمښت سره مخ شوي دي.