ایران د افغانستان هرات ولایت ته مرستې استولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125670-ایران_د_افغانستان_هرات_ولایت_ته_مرستې_استولي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نورې خوراکي مرستې وویشل شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 07:54 Asia/Kabul
  •  ایران د افغانستان هرات ولایت ته مرستې استولي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نورې خوراکي مرستې وویشل شوې.

په هرات ولایت کښې د ایران د کنسولګرۍ مرستیال نوید مقدم پرون په دغه ولایت کښې د اړمنو کسانو ترمینځ د ایران د اسلامي جمهوریت د خوراکي مرستو د شپږسوه کڅوړو د ویشلو په مراسمو کښې وویل د افغانستان د خلکو لپاره به د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو بهیر دوام ولري.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا او د امریکا په بانکونو کښې د افغانستان د خلکو د شتمنیو له کنګل کیدا وروسته د افغانستان په محرومو سیمو کښې فقر، بیکارۍ او لوږه زیاته شوي ده.

په دغو شرایطو کښې د ایران په شمول ځینو هیوادونو د افغانستان د خلکو د کړاونو د کمولو په هدف سره له دغه هیواد سره د درملو او د خوراکي شیانو مرستې زیاتې کړي دي.

له تیر یو نیم کال راهسې په تیره بیا د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د تیر کال له زلزلې او سیلاب وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان بیلابیلو سیمو ته د خوراکي شیانو او د درملو په لسګونو پیټي استولي دي.