د تهران پوهنتون د افغانستان ښځینه محصیلینې مني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125678-د_تهران_پوهنتون_د_افغانستان_ښځینه_محصیلینې_مني
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د تهران پوهنتون د افغانستان له زده کړې څخه د پاتې شویو انجلیو د منلو لپاره چمتو والی اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • د تهران پوهنتون د افغانستان ښځینه محصیلینې مني

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د تهران پوهنتون د افغانستان له زده کړې څخه د پاتې شویو انجلیو د منلو لپاره چمتو والی اعلان کړ.

د تهران پوهنتون مشر سید محمد مقیمي له تیر یوه کال راهسې د افغانستان د محصیلینو لپاره د دغه پوهنتون د اقداماتو په بیانولو کښې د تهران پوهنتون د افغانستان د محصیلینو د غونډیدا په مراسمو کښې نن وویل د افغانستان په پوهنتونونو کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز کښې د طالبانو د حکومت وروستۍ فیصلې ته په پام سره تیره اونۍ د تهران پوهنتون رئیسه پلاوي تصویب کړه چې د افغانستان د ښځینه محصیلینو لپاره چې حاضردمه د تهران د پوهنتون محصیلینې دي یا په راتلونکي کښې په دغه پوهنتون کښې منل کیږي ځانګړي اسانتیاوې برابرې کړي.

د تهران پوهنتون مشر محمد مقیمي د افغانستان محصیلینو ته په وینا کښې وویل اسلام د ښځې او د سړي د تعلیم او تعلم ته ځانګړی ارزښت ورکوي په دې سربیره د علم د زده کولو که هغه علم په هکله چې د اسلامي تمدن د جوړولو په لور هدایت شي هیڅ حد نشته.

هغه وویل هغه څه چې په افغانستان کښې د شرعي مسائیلو د نه رعایتولو په علت د ښځینه محصیلینو په زده کړې باندې د بندیز په نوم سره رامینځته شوي ډي عالمانه تحقیق ترسره کولو او له انتقاد څخه ډکو خبرو اترو ته ضرورت لري.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د هیواد حکومتي او خصوصي پوهنتونونو ته حکم ورکړی دی چې د ښځینه محصیلینو زده کړې وځنډوي.