د قاسم سلیماني مبارزې د داعش ډلې د شتون مخه ونیوله
د افغانستان کارپوه محمد علمدار وویل که چیرې د شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني مبارزې او مجاهدتونه نه وائ نو افغانستان به د داعش تر سلطې لاندې ورتله.
هغه په کابل کښې زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د کارنامې په اړه وویل د سیمې او د اسلامي هیوادونو لپاره د ډګر جنرال قاسم سلیماني خدمات ارزښتناک او بې ساري وو.
د افغانستان دغه کارپوه محمد علمدار وویل د اسلام دغه ستر قومندان قاسم سلیماني له داعش ډلګۍ سره چې د امریکا تور پوځ و مبارزه وکړه او په استقامت سره بریالی شوی داعش ډله له سوریې او عراق څخه وشړي او د دغو دوو هیوادونو خلک عادي ژوند پیل کړي.
هغه وویل که چیرې د قاسم سلیماني مبارزې او مجاهدتونه نه وائ نو نن به عراق او سوریه نه وو او حتی مکمنه وه چې افغانستان او د سیمې ځینې نور هیوادونه هم د داعش تر سلطې لاندې ورشي.
داعش ترهګره ډله امریکا، بریتانیا ، فرانسې، جرمني ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن ، صهیونیسټ رژیم او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړه کړي ده.