د طالبانو په رسمیت د پیژندلو بهیر پیل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125698-د_طالبانو_په_رسمیت_د_پیژندلو_بهیر_پیل_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو بهیر پیل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 12:36 Asia/Kabul
  • د طالبانو په رسمیت د پیژندلو  بهیر پیل شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو بهیر پیل شوی دی.

هغه د هندوستان له « هندو» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د طالبانو د حکومت د استازیو په هڅې سره د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو بهیر د تیر میلادي کال په  نوامبر میاشت کښې د ماسکو د غونډې په شمول په سیمه ییزو غونډو کښې پیل شوی دی.

ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت یو کارنده حکومت وباله او ویې ویل دغه حکومت له ویره اچونې سره په مبارزې کښې جدي دی.

هغه تراوسه له بل هر لوړرتبه خارجي مقام زیات د طالبانو د حکومت د کړچار ستاینه کړي ده.

ضمیر کابلوف وویل روسیه په افغانستان کښې د بیا نفوذ د احیا لپاره د امریکا په هڅو باندې اندیښمنه ده.