پاکستان د افغانستان په ټرانزیټي شیانو محدودیت لګولی
اوا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د افغانستان د ټرانزیټي شیانو لپاره نوي محدودیتونه رامینځته کړل. افغانستان چې سمندر ته لاره نلري مجبوره دی چې له چین، مالیزیا ، انډونیزیا، هندوستان او اروپايي هیوادونو څخه ډیر شیان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې خپل هیواد ته وارد کړي.
که څه هم د پاکستان له لارې د افغانستان د وارداتي شیانو په ټرانزیټ کښې محدودیت رامینځته کول کومه نوي موضوع نه ده خو داسې ښکاري دغه مورد په تیرو څو ورځو کښې د سرحدي او د امنیتي مسائیلو په هکله د افغانستان او د پاکستان د اختلافاتو د سختیدا له موضوع سره ارتباط لري.
د افغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ کوټې چارواکو پرون دې خبرې ته په اشارې سره چې د افغانستان تاجران نشي کولای په اسانۍ سره خپل شیان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې انتقال کړي وویل دغه محدودیتونه به له پاکستان سره د افغانستان په راکړه ورکړه باندې بد اغیز وکړي.
د افغانستان او د پاکستان د ګډې تجارتي کوټې مشر نقیب الله صافي رسنیو ته وویل د پاکستان حکومت د ټایرونو د بریښنا د شیانو د درملو ، غوړو او د شکرې په شان شیانو باندې کسټم او ګمرک دوه برابره کړی دی.