په کابل شاوخوا کې په عملیاتو کې ۷ داعشیان هلاک شول
په عین حال کې راپورونه ښئ پرون د کابل په مختلفو سیمو کې د یو شمیر چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي چې داحتمالی مرګ ژوبلوپه باب ئې څه نه دي وئيل شوي.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د طالبانو حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون ناوخته ووئيل، ددغه هیواد امنیتی ځواک پرون ناوخته ئې د کابل په قلعه چه، شهدای صالحین سیمو کې دداعش ډلې د ترهه ګرو پر پټنځایونو عملیات کړي چې په نتیجې کې ئې اوه داعشي ترهه ګر وژل شوي دي. هغه ووئيل په دغو عملیاتو کې یو شمیر د اعشیان ټپیان او یو شمیر نیول شوي هم دي .
د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په رسیدا پسې ددوي تر ټولو اصلي ژمنه له داعشیانو سره مقابله او او د دوي د وجود ختمول دي،د طالبانو په واکدارۍ پسې په دغه هیواد کې تر دې دمه په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک دداعشیانو په لاس وژل شوي دي.
په یوه بل راپور کې هم وئيل شوي دي ،طالب ځواکونو پرون په نیمروز ولایت کې هم یو شمیر داعشیان نیولي دي
په عین حال کې راپورونه ښئ پرون د کابل په مختلفو سیمو کې د یو شمیر چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي چې داحتمالی مرګ ژوبلوپه باب ئې څه نه دي وئيل شوي.