د بریتانیا د شاهزاده اقدام جنګي جنایت دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو چارواکو په افغانستان کښې د جنګ په وخت کښې د پینځویشتو کسانو په وژلو باندې د انګلستان د شاهي کورنۍ د یوه غړي شاهزاده هیري اعتراف ته په غبرګون کښې دغه کار جنګي جنایت وباله.
د طالبانو لوړرتبه غړي انس حقاني پرون د بریتانیا د شاهي کورنۍ د غړي شاهزاده هیري څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي وو په افغانستان کښې یې د خپل ماموریت په وخت پینځویشت افغانان د شطرنج لوبې د دانو په شان د لوبې له میدان څخه حذف کړي وو وویل هغه کسان چې تا وژلي دي انسانان وو او کورنۍ یې لرلې.
انس حقاني د انګلستان د شاهزاده هیري دغه اقدام جنګي جنایت وباله او زیاته یې کړه حقیقت دا دی چې زمونږ بې ګناه خلک د بریتانیا د سیاسي مشرانو او د پوځیانو په نظر کښې د شطرنج دانې وې خو له دې سره سره تاسو بیا هم ماتي وخوړله.
د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي هم وویل دغه جنایتونه یوازې د انګلستان په شاهزاده هیري پورې محدود نه دي او ټولو نیواکګرو عسکرو د تاریخ په اوږدو کښې دې ته ورته جنایتونه کړي دي او د افغانستان خلک به دغه جنایتونه هیر نکړي.
د بریتانیا شاهزاده هیري په خپل کتاب سپیر(Spare) کښې چې ټاکل شوي ده راتلونکي اونۍ خپور شي ویلي دي چې ما د افغانستان په جنګ کښې په خپل دوهم شتون کښې کابو پینځویشت افغانان وژلي وو.