د طالبانوحکومت دي دمیرمنو او انجونو پر حقوقو سترګې نه پټوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125920-د_طالبانوحکومت_دي_دمیرمنو_او_انجونو_پر_حقوقو_سترګې_نه_پټوي
مارکوس پوټزل په دغې کتنې کې د طالبانو د حکومت د ولوړو زده کړو له وزیره غوښتي،سملاسي  دې دغه ممنوعیّتونه  لغوه کړي.هغه ټينګار کړی ،چې افغانستان به په دغه بهیر سره د بحران  یوه نوي پړاؤ ته واردشي او خطرناکې پایلې به ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 08:57 Asia/Kabul
  • د طالبانوحکومت دي دمیرمنو او انجونو پر حقوقو سترګې نه پټوي

مارکوس پوټزل په دغې کتنې کې د طالبانو د حکومت د ولوړو زده کړو له وزیره غوښتي،سملاسي  دې دغه ممنوعیّتونه  لغوه کړي.هغه ټينګار کړی ،چې افغانستان به په دغه بهیر سره د بحران  یوه نوي پړاؤ ته واردشي او خطرناکې پایلې به ولري.

د ملګروملتو ځانګړي استازي مارکوس پوټزل  پرون ناوخته د طالبانو د موقته حکومت  د لوړو زده کړو له وزیر سره په کتنې کې په پوهنتونو کې د ښځو پر زده کړې دتپل شوي ممنوعیّت په باب  کوټلي خبرې وکړې.

په افغانستان کې د میرمنو او انجونو  دزده کړو له منع کولو وروسته ،په دغه هیواد کې په داخلي اوبهرنیو موسیسو او اورګانونو کې هم له کاره  میرمنې منع شوي دي چې دغه چاره  په افغانستان کې د مختلفو  مرستندویه  موسیسو او اورګانونو د رسمي کار دځنډیدا او د نړۍ لا زیات محکومیّت سبب  شوې د ه.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،  مارکو س پوټزل،د افغانستان  دمیرمنو دزدهکړو دممنوعیّت له اعمالیدا وروسته دیوه نړیوال اورګان دلومړنی لوړپوړي چارواکي په توګه،د طالبانو د  حکومت د لوړو زده کړو له وزیر سره لیده کاته او خبرې وکړې.

مارکوس پوټزل په دغې کتنې کې د طالبانو د حکومت د ولوړو زده کړو له وزیره غوښتي،سملاسي  دې دغه ممنوعیّتونه  لغوه کړي.هغه ټينګار کړی ،چې افغانستان به په دغه بهیر سره د بحران  یوه نوي پړاؤ ته واردشي او خطرناکې پایلې به ولري.

 پوټزل  همداراز د طالبانو د حکومت  داقتصادي چارو له وزیر دین محمد حنیف سره هم  چې  په غیر حکومتی موسیسې او اورګانونو کې ئې  دمیرمنو د کار ممنوعیّت فرمان صادر کړی دی،د افغانستان د ریئس الوزراء له مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي ، دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او  له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره  یو ځاي  لیده کاته کړي دي.