د افغانستان طالبانو په لویدیځو رسنیو نیوکه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کابینې د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان د مسائیلو په هکله د لویدیځو رسنیو په کړچار نیوکه وکړه.
د طالبانو د کابینې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په تیرې یکشنبې ورځ د مصر د فلسطین او د سوډان د دریو اسلامي هیوادونو له علماو سره په کتنه کښې د افغانستان د مسائیلو په هکله د لویدیځو رسنیو په کړچار باندې نیوکې سره وویل دغه رسنۍ د افغانستان منفي څیره نندرې ته وړاندې کوي.
ملابرادر په اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې د دنیا مسلمانانو ته د افغانستان حقیقي حالت وښيي.
د یادو دریو هیوادونو د علماو د پلاوي مشر محمد الصغیر هم په دغه کتنې کښې له افغانستانه د خارجي عسکرو د وتلو په خاطر د افغانستان ملت ته په مبارکۍ ویلو سره وویل دغه بریالیتوب نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د اسلامي امت لپاره یو افتخار دی.
له دې مخکې د مصر د سوډان او د فلسطین د علماو پلاوي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او د لوړو زده کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره کتنې کړي وې او د اسلامي نړۍ د مسائیلو او د مسلمانانو د وحدت او د پیوستون په هکله غږیدلي وو.