تخار کښې معترضې ښځې وځپل شوې
Jan 09, 2023 10:11 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
طالب ځواکونو د افغانستان د تخار ولایت د میرمني اعتراضي تجمع وځپله
دغه ښځې پرون په تخار ولایت کښې د میرمنو او نجونو لپاره د کار او زده په بندیز باندې اعتراض کښې راغونډې شوې وې چې د طالب وسله والو له یرغل سره مخامخ شوې.
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې معترضو میرمنو د (زده کړه زمونږ حق دی او د ظلم او د ښځو له دښمن حکومته بیزاره یو) په شعارونو سره د طالبانو د حکومت له خوا د خپلو حقوقو د خیال ساتل کیدو غوښتنه وکړه خو د دغې ډلې له تشدد سره مخامخ شوې.
معترضو ښځو وویل چې د مظاهرو ځاې او وخت یې له مخکښې نه ټاکل شوی او پلان شوی و خو طالبانو یې د مظاهرو مخه ونیوله او ځینې ښځې یې وډبولې.
ټیګونه