د سختو واوروله امله دافغانستان د ډېرو ولايتونولارې تړل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126096-د_سختو_واوروله_امله_دافغانستان_د_ډېرو_ولايتونولارې_تړل_شوې_دي
د درنو واورو وریدو د کابل - غور او بادغیس - هرات لویې لارې تړلې او د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 00:49 Asia/Kabul
  • د سختو واوروله امله دافغانستان د ډېرو ولايتونولارې تړل شوې دي

د درنو واورو وریدو د کابل - غور او بادغیس - هرات لویې لارې تړلې او د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو او ولسوالیو کې د واورې ورښت د ښاریانو پر مخ لارې تړلې دي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د درنو واورو وریدو د کابل - غور او بادغیس - هرات لویې لارې تړلې او د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عبدالواحد حماس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مسافرو غوښتي چې نن او سبا د کابل - غور پر لویه لاره تګ راتګ ونه کړي.

له بلې خوا د واورې د اورښت له امله د کابل - نیلي په ګډون د دغو ولایتونو لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي د سختو واورو او توپان له امله د سالنګ لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړه، هڅه کوو چې د هوا د ښه کېدو په صورت کې د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړو.

خو په بامیان کې د طالبانود فواید عامې ریاست هم ویلي، چې د سختې واورې او توپان له امله د بامیان ولایت د مرکز، شاتو، حاجي ګک، کرمان او ابګل کوتلونو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.