د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند:
د کابل برید په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتوالې نښه ده
د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند اعلان وکړ چي په کابل کې وروستی برید په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتوالې ښودنه کوي.
تېره ورځ په کابل کې دوې چاودنې وشوې لومړۍ چاودنه د د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته د کارمندانو د وتلو پر مهال وشوه او دوهمه چاودنه بیا د اقتصاد وزارت مخې وشوه، د راپورونو له مخې په یادو چاودنو کې له شلو زیات کسان وژل شوي او کابو ۴۰ تنه هم ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه اخیستې ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند استفان دوجاریک وویل: وروستي بریدونه په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتوالې ښودنه کوي او د تاوتریخوالو په دوام سره، سوله او ثبات په دغه هیواد کې نه شي راتلای.
مهاجر فراهي په افغانستان کې د اطلاعاتو او د فرهنګ وزیر فرانس پرس ته وویل: ټاکل شوې وه چي د چهارشنبې په ورځ یو چینایي پلاوی د بهرنیو چارو وزارت څخه لیدنه وکړي، تر اوسه معلومه شوې نه ده چي د برید پر مهال چینایان د بهرنیو چارو په وزارت کې حضور لرل که نه.