په هرات کې سړې هوا ۷۰ معتادان مړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126502-په_هرات_کې_سړې_هوا_۷۰_معتادان_مړه_کړي
له دې سره ځايي طالب چارواکو ویلي، چې سلګونه معتادین ېې له احتمالي مرګ څخه ژغورلي او خوندي سیمو ته لېږدولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2023 02:49 Asia/Kabul
  •  په هرات کې سړې هوا ۷۰ معتادان مړه کړي

له دې سره ځايي طالب چارواکو ویلي، چې سلګونه معتادین ېې له احتمالي مرګ څخه ژغورلي او خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

 

له هرات څخه راپورونه وايي، چې د سختې يخنۍ له امله په دغه ولايت کې تر ۷۰ پورې د نيشه يي توکيو روږدي کسان مړه شوي دي.

‏د نيشه يي توکيو د معتادینو د یوه مرکز مسوول نذیر احمد يوسفي له رسنيو سره په خبرو کې دغه ارقام تایید کړي دي.

د هغه په وينا، دا تلفات تر دې هم ښایي ډېر وي.

له دې سره ځايي طالب چارواکو ویلي، چې سلګونه معتادین ېې له احتمالي مرګ څخه ژغورلي او خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

طالب چارواکو په ټول هېواد کې د سختی یخنۍ له امله د لسګونه تنو د مړينې او لسګونه زره څارویو د تلف کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو په یوه پیغام کې د دوی ټولو ادارو ته له زیانمنو خلکو سره د مرستې د چمتووالي امر شوی