د افغانستان د حقوقي نظام دړې وړې کیدا دانساني حقوقوغمیزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126542-د_افغانستان_د_حقوقي_نظام_دړې_وړې_کیدا_دانساني_حقوقوغمیزه_ده
د ملګروملتو ځانګړې رپورټرې  مارګریټ ساترثویت ووئيل،په افغانستان کې له حقوقي سسټم سره ښکیل وکیلان،قاضیان، څارنوالان او نور  لوبغاړي دخپل امنیت لپاره له جدي خطرو سره لاس او ګریوان دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 21, 2023 08:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حقوقي نظام دړې وړې کیدا دانساني حقوقوغمیزه ده

د ملګروملتو ځانګړې رپورټرې  مارګریټ ساترثویت ووئيل،په افغانستان کې له حقوقي سسټم سره ښکیل وکیلان،قاضیان، څارنوالان او نور  لوبغاړي دخپل امنیت لپاره له جدي خطرو سره لاس او ګریوان دي.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ،د ملګروملتو د بشری حقوقو کارپوهانو پرون ناوخته خبرداری ورکړی چې  په افغانستان کې د قانون دحاکمیّت  او د قضائي خپلواکۍ د دوام نسکوریدا د انسانی حقوقو غمیزه رامینځةکړې ده.

د ملګروملتو ځانګړې رپورټرې  مارګریټ ساترثویت ووئيل،په افغانستان کې له حقوقي سسټم سره ښکیل وکیلان،قاضیان، څارنوالان او نور  لوبغاړي دخپل امنیت لپاره له جدي خطرو سره لاس او ګریوان دي.

د ملګروملتو کارپیژاندو له افغانستانه دفوري ملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې په غوښتنې سره ټينګار کړی دی ، مونږ له حقوقي نظامه د میرمنو په زیاتې محرومیدا اندیښمن یوو. د ملګروملتو دکارپوهانو په وینا، طالبانو هڅه کړې ده څو عملا  په قانوني سسټم کې له ګډونه درستې میرمنې منع کړي.

د  دافغانستان په چارو کې دملګروملتو ځانګړې رپورټرې  زیاته کړې،له افغانستانه ډ یری قاضیانې تښتيدلي او یا پټې شوي دي.

په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي چې څارنوالان په سسټماټيک ډول څنګة کړائ شوي دي، په منتخبو ټاکل شوو ډيموکراټيکو حکومتونو کې  د طالبانو د غړو په قانوني تعقیبونې او څيړنې کې  د دوي مخکیني کار ،دوي له جدي خطرو سره مخ کړ يدی. د راپورونو په ساسا، په لسګونو څارنوالان چې اکثریت ئې سړي دي ،په کابل او نورو ولایتونو کې د مخ پټو وسله په لاس کسانو وژلي دي.

د ملګروملتو د کارپیژاندو په دغې اعلامیې کې راغلي دي،نړیوال لوبغاړي باید په حقوقي سسټم کې ښکیل وکیلان،قاضیان،لوي څارنوالان په تیره بیا ښځې چې د طالبانو او نورو اورپکو د غچ اخستنې او حملو  له خطرو سره  مخ دي ساتنه وکړي.دوي پر طالبانو هم غږکړی،سملاسي دې د میرمنو په ضد خپل سپکاونکي رودې پریږدي او د میرمنو په ضد د ې خپل حقوقي سسټم هم لغوه کړي.