مسافروته له افغانستانه بهرد سروزرواو ډالرودانتقال اجازه نه ورکول کیږي
مولوی عبدالغفار فاروقی وویل چې په دغه هوایی ډګر کې مسافرینو ته د خدمتونو وړاندې کول د پام وړ دی.
دافغانستان د مولانا جلال الدين د نړيوال هوايي ډګر د ځواکونو مشر وايي، په دغه هوايي ډګر کې پوستې د نشه يي توکو د قاچاق او د ممنوعه توکو د لېږد په برخه کې جدي دي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې سره زر، ډالر او نور اسعار له ټاکل شوي حد څخه ډیر بهر ته انتقال کړي.
مولوی عبدالغفار فاروقی وویل چې په دغه هوایی ډګر کې مسافرینو ته د خدمتونو وړاندې کول د پام وړ دی. د دغه هوايي ډګر د چارو ښه پرمخ تلل او د مرکزي حکومت د چارواكو له خوا د دې هوايي ډګر ښه فعاليت د جدي اندېښنې وړ دى، ځكه چې دغه هوايي ډګر پلازمېنې ته د نږدې موقعیت له امله د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر مرستيال او ملګرى دى.
ده وويل د مولانا جلال الدین نړیوال هوايي ډګر مسوولین او کارکوونکي د حکومت د رهبرۍ په حکم، د جرمونو او قاچاق د مخنیوي د قوانینو په پلي کولو سره مکلف دي، چې له مسافرو سره ښه چلند وکړي او د ستونزو په صورت کې بشپړ چمتووالی لري.
د مولانا بلخي هوايي ډګر رئيس ټولو سيلانيانو او خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه هوايي ډګر کې لازم نړيوال معيارونه فعال او شتون لري او د هراړخيزو خدمتونو د وړاندې کولو زمينه چمتو ده.