بدخشان کې ناپېژنده ناروغۍ ۲۱ تنه مړه کړي
د افغانستان بدخشان ولایت کې یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله ۲۱ تنه مړه شوي
د افغانستان بدخشان ولایت کې یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله ۲۱ تنه مړه شوي
د راپور له مخې په بدخشان کې ځایي سرچینې وایي چې په تېره یوه اونۍ کې د پامیر یوویشت استوګن د ساه اخستلو د ناپيژاندې ناروغۍ له امله چې کرونا ته زیاته ورته ده مړه شوې دي.
سرچینې وایي چې دوه اونۍ مخکې دغه ناروغي په پامیر کې خپره شوې وه چې شپږ کسان یې مړه کړي وو.
له دې مخکې د قرقیزستان خارجه وزارت ویلې وو چې په کابل کې د دغه هیواد سفارت د افغانستان په پامیر کې د سختې ویروسي ناروغۍ د خپرېدو او د قرقیزو د خپلوانو د مړېدو په اړه د قرقیزستان په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو په جاجونه لګیا دی.
د قرقیزستان خارجه وزارت زیاتوي چې دم ګړۍ په پامیر کې حالات کرار دي او هیڅ ډول سخته ویروي ناروغي نه ده پیژندل شوې.
همداراز تاکید شوی چې د قرقیزستان ریاست او سفارت په افغانستان کې د دغه هیواد سره استازي سره په تماس کې دی.