Jan 24, 2023 12:40 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز لغوه کولو غوښتنه کړې ده

د ملګرو ملتونو لوی منشي له طالبانو وغوښتل چې د زده کوونکو او زده کړیالانو پر زده کړو بندیز لغوه کړي.

په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د افغان نجونو له زده کړو وروسته، د طالبانو حکومت هم د روانې میاشتې په پیل کې پر هغوی په خصوصي سکټور کې پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو لوی منشي آنتونیو ګوترش په خپله ټوېټر پاڼه کې د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه پیغام کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتلو د بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي. ګوترش وویل: د دې وخت رارسېدلی  هغه قوانین او کړنې چې پر زده کړو اغېزه کوي پای ته ورسوو.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم اعلان وکړ: د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو حضور په دو لسیزو کې کابو ۲۰ برابره زیات شوی وو، خو نن ورځ د طالبانو د تګلارو له مخې دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې په هیواد کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

دغه سازمان د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز د منلو وړ نه دی، یونسکو د زده کړو نړیواله ورځ په افغانستان کې د نجونو او ښځو زده کړو ته ځانګړې کړې ده.

څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت تر بلې خبرتیا پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

ټیګونه