د افغانستان خلکو د قران کریم سپکاوی وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول د هیواد په لسګونو زرو خلکو د جمعې له لمانځه وروسته په سویډن او هالینډ هیوادونو کښې قران کریم ته په سپکاوي باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
په ټول افغانستان کښې د قران کریم د سپکاوي د غندلو لپاره ولسي اعتراضونه زیات شوي دي او په ټول هیواد کښې د خلکو غصه راپارلیدلي ده.
د افغانستان اعتراض کونکو پرون په هالینډ او سویډن کښې د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره هغه یو غیر انساني، یو غیر اسلامي عمل او د نړۍ د کابو دوه میلیارډه مسلمانانو عقایدو ته سپکاوی وباله.
د افغانستان اعتراض کونکو وویل لویدیځ هیوادونه په دا ډول اقداماتو سره له اسلام څخه د خلکو د ویرولو د کار د دودولو کوشش کوي دا په داسې حال کښې دي چې د اروپايي هیوادونو اقدامات له ترهګرو خوځښتونو سره هیڅ تفاوت نلري.
د طالبانو خارجه وزارت او سیاسي شخصیتونو هم په یوشمیر بیانیو کښې په سویډن کښې د قران کریم بې حرمتۍ وغندله.