دطالبانو مروره څانګه له کابل حکومت سره خبرواترو ته تیاریږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i12715-دطالبانو_مروره_څانګه_له_کابل_حکومت_سره_خبرواترو_ته_تیاریږی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د طالبانو مرورې ډلې یوه لوړپوړی مشر ملا عبدالمنان نیازی له افغان چارواکو سره دسو لې دخبرواترو دترسره کولو لپاره دچمتووالی په اعلانولو سره له دغه هیواده دبهرنیو عسکرو د وتلو او داسلامی قوانینو داجرا غوښتنه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2016 13:26 Asia/Kabul
  • دطالبانو مروره  څانګه  له کابل حکومت سره  خبرواترو ته تیاریږی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د طالبانو مرورې ډلې یوه لوړپوړی مشر ملا عبدالمنان نیازی له افغان چارواکو سره دسو لې دخبرواترو دترسره کولو لپاره دچمتووالی په اعلانولو سره له دغه هیواده دبهرنیو عسکرو د وتلو او داسلامی قوانینو داجرا غوښتنه کړې ده .

دملا محمد رسول مرستیال ملاعبدالمنان نیازی دخپلو پلویانو په ټول کې ویلی دی که دهغوی غوښتنې ومنل شی ،نو دسولې په خبرواترو کې به ګډون وکړی .

دافغانستان دطالبانو ډله دملاعمر د مرګ له اعلانه وروسته له ډلبندیو سره لاس او ګریوان شوه او په هغو کې یو شمیر له ملا عبدالرسول څخه او ځینو نورو هم له ملااختر منصوره ملاتړ وکړ .

داپه داسې حال کې دی چې دطالبانو ډلې د اوسنی مشر ملااختر منصور په وژلې پسې چې دپاکستان او افغانستان په پولې کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکې په حملې کې وژل شوی ، ملاهیبت ا.. اخوند زاده دطالبانو دلې نوی مشر جوړ شوی دی .