مولوي متقي وایی لسوهېوادونو ته مو ډیپلوماټان ورليږلي دي
د ملا متقي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بیا واکمنيدو څه باندې يو نيم کال کيږي، خو تر اوسه د نړۍ هيڅ هېواد د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.
د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي وايي د دوی حکومت د نړۍ لسو هېوادونو ته خپل دیپلوماتان ليږلي.
نوموړي پاکستان، روسیه، ایران، ازبکستان، چین، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکیه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه وبلل چې د طالبانو د ديپلوماتان يې منلي دي.
متقي دا هم وويل، چې په ځينو نورو هېوادونو کې له پرزول شوي جمهوري نظام څخه پاتې ديپلوماتان او افغان سفارتونه هم طالبانو سره په اړيکه کې دي او د دوی په خوښه خپلې چارې سمبالوي.
طالب وزير د دغو افغان ديپلوماتانو په اړه نور جزییات ورنه کړل.
د ملا متقي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بیا واکمنيدو څه باندې يو نيم کال کيږي، خو تر اوسه د نړۍ هيڅ هېواد د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.
ډېرو هېوادونو د طالبانو له واکمنيدو وروسته، په افغانستان کې خپل سفارتونه او ديپلوماتيکې نمايندګۍ هم تړلي او ځينې پرانيستي سفارتونه هم له امنيتي ننګونو انديښمن دي