طالبان به ډير  زر انجونو ته د لوړو زده کړو اجازت ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127456-طالبان_به_ډير_زر_انجونو_ته_د_لوړو_زده_کړو_اجازت_ورکړي
طالبانو  واک ته درسیدا له هماغه پیله  دغه شان ژمنې کړي ، خو کومه نښه نښانه ئې تر دې د مه نه ده رابرسیره شوي او وروستۍ ګونګوسې هم آوریدل شوي دي چې په دې اړه په طالب مشرانو کې اختلافات هم راپورته شوي دي.
(last modified 2023-02-06T03:20:02+00:00 )
Feb 06, 2023 01:54 Asia/Kabul
  • طالبان به ډير  زر انجونو ته د لوړو زده کړو اجازت ورکړي

طالبانو  واک ته درسیدا له هماغه پیله  دغه شان ژمنې کړي ، خو کومه نښه نښانه ئې تر دې د مه نه ده رابرسیره شوي او وروستۍ ګونګوسې هم آوریدل شوي دي چې په دې اړه په طالب مشرانو کې اختلافات هم راپورته شوي دي.

طالبان به ډير  زر انجونو ته د لوړو زده کړو  اجازت ورکړي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت مرستیال  په نزدې راتلونکي کې په دغه هیواد کې د انجونو د زړه کړې د خنډونو د لیریکیدا خبر ورکړ.

په افغانستان کې  واک  ته د طالبانو په رسیدا پسې  له شپږم صنفه پورته کلاسونو ته د انجونو پر تګ بندیز لګیدلی اوان تر دې چې  په همداوروستیو کې  میرمنې هم له کوره په بهر کې په ا ورګانونو او ادارو کې له کار کولو منع شوي دي  چې  یو لړ داخلی اوبهرني غبرګونونه ئې راپارولي دي .

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکوي، د افغانستان د طالبانو د لوړو زده کړود وزارت مرستیال لطف ا... خیرخواه  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دغه وزارت  د انجونو په  وړاندې د پوهنتونونو د پرانییستو لپاره  په خاصې پلانونې کار پیل کړی دی او ډير زر به دغه پلان نهائي شي. لطف ا...  خیرخواه زیاته  کړې ،ډير زر به انجونو ته د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د زده کړې اجازت ورکړل شي.

البته ډیری سرچینې وائي چې طالبانو  واک ته درسیدا له هماغه پیله  دغه شان ژمنې کړي ، خو کومه نښه نښانه ئې تر دې د مه نه ده رابرسیره شوي او وروستۍ ګونګوسې هم آوریدل شوي دي چې په دې اړه په طالب مشرانو کې اختلافات هم راپورته شوي دي.