له افغانستان څخه د سعودي ډیپلوماتانو د وتلو روانه کیسه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127532-له_افغانستان_څخه_د_سعودي_ډیپلوماتانو_د_وتلو_روانه_کیسه
ځینې ​​سرچینې له افغانستانه تر وتلو وروسته پاکستان ته د سعودي ډیپلوماتانو د لېږد خبر ورکوي.
(last modified 2023-02-07T19:51:17+00:00 )
Feb 07, 2023 08:41 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه د سعودي ډیپلوماتانو د وتلو روانه کیسه

ځینې ​​سرچینې له افغانستانه تر وتلو وروسته پاکستان ته د سعودي ډیپلوماتانو د لېږد خبر ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو سرچینو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ځینو بهرنیو عربي ډیپلوماتانو په ځانګړې توګه د سعودي ډیپلوماتان له دغه هېواده وتلي دي.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، یوې ډیپلوماټیکې سرچینې او دوو خبری سرچینو اعلان کړی، چې د سعودي عربستان ډیپلوماتان د تېرې اونۍ په وروستیو کې په کابل کې د بریدونو د زیاتېدو د ګواښ له امله له افغانستانه ووتل او پاکستان ته تللي و.

په همدې حال کې د طالبانو په وینا د سعودي ډیپلوماتانو وتل موقتي وو نه د امنیتي دلایلو له امله. د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: "د سعودي عربستان د سفارت ځینې کارکوونکي د روزنې لپاره تللي او بېرته به راستانه شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه دغه هېواد ته د سعودي د ډیپلوماټانو د استولو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د روسيې استازي ضمير کابلوف پرون وويل چې د ډيپلوماتانو د وتلو او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د تړلو په اړه کوم پلان نه لري، خو د ځينو هېوادونو او په افغانستان کې دننه د رسنیو له خوا په کابل کې د روسيې د ډيپلوماټيکو ماموريتونو د ځنډولو اوازې  مبالغه ده.

د کابلوف په وینا، سعودي عربستان د یوې اوونۍ لپاره په موقت ډول له افغانستانه خپل ډیپلوماتان د سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز له امله ایستلي دي.