د مسکو په غونډه کې د افغان طالبانو استازی شتون نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127538-د_مسکو_په_غونډه_کې_د_افغان_طالبانو_استازی_شتون_نه_لري
د افغانستان د مسائلو څېړلو په موخه د ایران، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو امنیتي استازي په مسکو کې غونډه کوي، خو تر اوسه د دغې ډلې په استازیتوب د طالبانو د استازي د ګډون غوښتنه نه ده منل شوې.
(last modified 2023-02-07T04:40:28+00:00 )
Feb 07, 2023 09:04 Asia/Kabul
  • د مسکو په غونډه کې د افغان طالبانو استازی شتون نه لري

د افغانستان د مسائلو څېړلو په موخه د ایران، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو امنیتي استازي په مسکو کې غونډه کوي، خو تر اوسه د دغې ډلې په استازیتوب د طالبانو د استازي د ګډون غوښتنه نه ده منل شوې.

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې طالبان به د منځنۍ آسیا د هېوادونو، ایران، هند، پاکستان او چین د ملي امنیت  شورا د منشیانو په غونډه کې ګډون نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان باید د دغه هېواد په اړه په جوړو شویو غونډو کې ګډون او له خپل دریځه دفاع وکړي.

ټاکل شوې د منځنۍ آسیا د هېوادونو، ایران، پاکستان، هند او چین د امنیت شورا د منشيانو غونډه روانه اوونۍ په مسکو کې جوړه شي.

دا پنځم ځل دی چې دغه امنیتي چارواکي د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په افغانستان کې د ترهګریزو فعاليتونو زياتوالى او په کابل کې د ځينو لويديځو او عربي هېوادونو د سفارتونو د فعاليتونو محدوديت د مسکو غونډې د ترسره کولو لامل بلل شوى دى.