طالبانو ننګرهار کښې دوه زره میرمنو ته د کار جوازونه ورکړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127726-طالبانو_ننګرهار_کښې_دوه_زره_میرمنو_ته_د_کار_جوازونه_ورکړي_دي
دچارواکو پر وینا دجوازونو د ویش له درکه یې دعوایدو کچه هم لوړه شوې ده.
(last modified 2023-02-10T20:47:49+00:00 )
Feb 11, 2023 01:14 Asia/Kabul
  • طالبانو ننګرهار کښې دوه زره میرمنو ته د کار جوازونه ورکړي دي

دچارواکو پر وینا دجوازونو د ویش له درکه یې دعوایدو کچه هم لوړه شوې ده.

 ننګرهار کښې د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي په تیرو خواوشاه دوه کالو کې یې زرګونه کسانو ته دکار جوازونه ورکړي دی .

دچارواکو پر وینا دجوازونو د ویش له درکه یې دعوایدو کچه هم لوړه شوې ده.

له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی فریدالله حقاني وایي چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو تر دې مهاله یې د دې ولایت په بېلابېلو دولتي ادارو کښې څه د پاسه شپږ زره کار موندونکو ته دکار کولو جوازونه ورکړي دي .

د نوموړي پر وینا، په دغو کسانو کې څه کم دوه زره میرمنې دي .

مولوی حقاني وویل ددغو جوازونو د ویش له درکه یې نږدې یو نیم میلیون افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي دي،

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس هغه اوازې رد کړې چې ګواکې اسلامي امارت د میرمنو له کار سره مخالفت لري. هغه وویل دغه میرمنې چې د کار کولو جوازونه یې تر لاسه کړي په هغو ادارو کښې پر دندو ګمارل شوې دي چې اړتیا یې لیدل کیده . هغه وایي که اړتیا یې ولیدل شوه نورې وړ او په کار پوه میرمنې به هم په دولتي اداراتو کې د کار کولو جوازونه تر لاسه کړي .

دا په داسې حال کې ده چې  له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیوته اوخواوشاه درې میاشتې کیږي چې پوهنتونونواو کورنیو او بهرینو موسسو ته دنجونو او میرمنو پر ورتګ او کار کولو بندیزلګول شوی دی.