افغانستان ته کابو دوه میلیارډه ډالره رسیدلي دي
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د مرکزي بانک د راپور پراساس په دغه هیواد باندې د طالبانو له واکمنیدا وروسته د نړیوالې ټولنې ټولې نغدې مرستې اوس یومیلیارډ او نهه سوه دولس میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
د افغانستان مرکزي بانک وویل چې د څلویښتو میلیونو نغدو ډالرو یوه کڅوړه نن کابل ته رسیدلي ده.
په تیرې پنجشنبې ورځ هم کابل ته د څلویښت میلیونو ډالرو یوه کڅوړه ورلیږل شوي وه.
تراوسه افغانستان ته د څلویښتو میلیونو څلرویشت کڅوړې او د دوه دیرش میلیونو څه د پاسه دیرش کڅوړې رسیدلي دي.
د افغانستان مرکزي بانک وویل دغه ډالر له هیواد سره د بشر دوستانه مرستو د یوې برخې په توګه په کابل کښې یوه تجارتي بانک ته سپارلي دي.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د معاونت د پلاوي یوناما دفتر وویل دغه ډالر د ملګروملتونو د ارګانونو لخوا د استفادې لپاره په یوه خصوصي بانک کښې د ملګروملتونو په معلومو اکاونټونو کښې ساتل کیږي او طالبان ورته لاسرسی نلري.