د راډیو نړیواله ورځ، افغانستان کې ۱۰۷ غږیزې رسنۍ تړل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127912-د_راډیو_نړیواله_ورځ_افغانستان_کې_۱۰۷_غږیزې_رسنۍ_تړل_شوي
په داسې حال کې چې د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې مسؤلین وایي چې په دې هېواد کې تېرو دوه لسیزو کې له ۳۰۷ فعاله غږیزو رسنیو څخه یې دا مهال له ۱۷۰ څخه کمې فعالیت لري او پاتې ۱۰۷ نورې د بېلا بېلو ستونزو له امله تړل شوي.
(last modified 2023-02-13T09:48:19+00:00 )
Feb 13, 2023 14:05 Asia/Kabul
  • د راډیو نړیواله ورځ، افغانستان کې ۱۰۷ غږیزې رسنۍ تړل شوي

په داسې حال کې چې د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې مسؤلین وایي چې په دې هېواد کې تېرو دوه لسیزو کې له ۳۰۷ فعاله غږیزو رسنیو څخه یې دا مهال له ۱۷۰ څخه کمې فعالیت لري او پاتې ۱۰۷ نورې د بېلا بېلو ستونزو له امله تړل شوي.

د راډیو نړیواله ورځ، افغانستان کې ۱۰۷ غږیزې رسنۍ تړل شوي

په داسې حال کې چې د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې مسؤلین وایي چې په دې هېواد کې تېرو دوه لسیزو کې له ۳۰۷ فعاله غږیزو رسنیو څخه یې دا مهال له ۱۷۰ څخه کمې فعالیت لري او پاتې ۱۰۷ نورې د بېلا بېلو ستونزو له امله تړل شوي.

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر ظریف کریمي وایي، دا مهال د راډیو ګانو ادارې له ګڼو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي او که مشکلات یې حل نشي، نو پاتې ۱۷۰ نورې به هم وتړل شي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنیو د څار مسوول عبدالحق حماد وایي، د تړل شویو راډیو ګانو شمېر هم تر هغو کم ښيي چې د رسنیو له حقونو د دفاع بنسټونو اعلان کړی دی.

نوموړی زیاتوي، په ټول افغانستان کې ۲۰۳ فعالې راډیوګانې شته چې د طالبانو حکومت په راتګ سره یې یواځې ۴۴ تړل شوي او لامل یې هم د مسؤلینو بهر ته تګ په ګوته کوي.

د یادولو وړ ده چې د فبرورۍ ۱۳مه په ۲۰۱۱م کال کې د یونسکو له خوا د راډیو د نړیوالې ورځې په نامه ونومول شوه چې له هغه وروسته هرکال دغه ورځ په همدې نامه نمانځل کېږي.