یواځې کابل څخه نږدې ۲۸ نیم زره سوالګر را ټول شوي
د طالبانو حکومت وایي، په کابل ولایت کې د سوالګرو را ټولولو کمیټې له لورې ۲۸۴۳۳ سوالګر را ټول شوي دي.
د طالبانو حکومت وایي، په کابل ولایت کې د سوالګرو را ټولولو کمیټې له لورې ۲۸۴۳۳ سوالګر را ټول شوي دي.
د طالبانو د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیال دفتر په ټویټر کې لیکلي چې د ۱۲۲۷۲ میرمنو او ۱۲۴۴۵ماشومانو په ګډون یې د کابل ښار څخه ۲۸۴۳۳ تنه سوالګر را ټول کړي چې تر ارزونې وروسته یې مستحق او حرفوي سوالګر جلا کړي دي.
دوی زیاته کړې، له ۱۲۲۷۲ میرمو څخه یې ۵۶۱۷ مستحقې او ۶۶۵۵ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوي، همدا راز ۳۷۱۶ نور نارینو څخه یې ۱۱۹۳ مستحق ګڼل شوي او ۲۵۲۳ بیا حرفوي سوالګر دي.
په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۱۲۴۴۵ ماشومان دي چې له ډلې یې ۴۳۵۹ مستحق او ۸۰۱۶ حرفوي او ۷۰ بې سرپرسته ماشومان دي.
په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.