په افغانستان کې د لویدیځ پوځي اډې په اقتصادي زونونو بدلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128226-په_افغانستان_کې_د_لویدیځ_پوځي_اډې_په_اقتصادي_زونونو_بدلیږي
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه طرحه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تصویب شوه.
(last modified 2023-02-19T07:39:15+00:00 )
Feb 19, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د لویدیځ پوځي اډې په اقتصادي زونونو بدلیږي

افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه طرحه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تصویب شوه.

د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي کمېسیون اعلان کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې به په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې شي.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د افغانستان د  رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه طرحه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تصویب شوه.

 د بهرنیو ځواکونو له خوا د پاتې شویو پوځي اډو د بدلولو په هدف باید ځانګړي اقتصادي زونونه د پلان له مخې په تدریجي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي او یوازې په کابل او بلخ کې دې عملي کار پیل شي.