په افغانستان کې د لویدیځ پوځي اډې په اقتصادي زونونو بدلیږي
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه طرحه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تصویب شوه.
د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي کمېسیون اعلان کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې به په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې شي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه طرحه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تصویب شوه.
د بهرنیو ځواکونو له خوا د پاتې شویو پوځي اډو د بدلولو په هدف باید ځانګړي اقتصادي زونونه د پلان له مخې په تدریجي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي او یوازې په کابل او بلخ کې دې عملي کار پیل شي.